د زرغونو ساحو د ساتنې او پراختيا په موخه په څلورمه ناحیه کې د حکیم ناصر خسرو ښوونځي په مقابل کې یوه شاړه ځمکه چې ۷۴۲۰ مترمربع مساحت لري، مخکې هلته کثافات انبار کېدل؛ کابل ښاروالۍ ورغوله او زرغونه شوه. په دغه کار سره د ځايي اوسېدونكو ستونزې حل شوې او چاپېريالي او ټولنيزې اسانتياوې چمتو کړل شوې. تمه کېږي چې ځايي اوسېدونکي د دې ساحې په ساتنه کې پاملرنه وکړي.
د حکیم ناصر خسرو ښوونځي مقابل زرغونې ساحې رغونه بشپړه شوه
17 سرطان 1399