کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د قرغې بند د زرغونو غونډيو په لمنو او د سړک پر شاوخوا ساحو د ناقانونه غرفو او کپو اېښودو مخنيوى وکړ. ځینې فرصت غوښتونکو وګړو د دې تفريحي ساحې چاپېريال او طبیعي ښکلاوو ته زیان رسولی او د سړک شاوخوا يې په ناوړه او ناقانونه توګه د غرفو او کپو په اېښودو بند کړه ده؛ چې کابل ښاروالۍ هموارې کړې، د خپلسریو مخه يې ونيوه او له سرغړوونکو سره يې قانوني چلند وکړ.
د قرغې بند په تفريحي ساحو کې د ناقانونه غرفو او کپو اېښودو مخنيوى وشو
17 سرطان 1399