د دغو بااحساسه ښاريانو د هڅونې په موخه نن په یو لړ مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېريالي خدمتونو مرستیالې ډاکټرې مهتاب عالمي او د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې زهرې یوسف ستاينلیکونه ورکړل او ویې ویل چې د سيمې اوسېدونكو د پارک د ځمکې د غصب په مخنیوي کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کړې ده، وروسته يې د جوړ شوي پارک په ساتنه کې هم بې ساري همکاري کړې ده؛ ځکه احساس کړې یې ده چې د دغه پارک اصلي څښتنان خلک دي، بايد د خپل پارک ساتنې ته پاملرنه وکړي، ځکه کابل ښاروالي به د خلکو له همکارۍ پرته په يوازې ځان زرغونو ساحو پراختيا او ساتنه نه شي کولی
د پنځلسمې ناحیې هغو اوسېدونكو ته ستاينليکونه ورکړل شول چې د بي بي سارې تفريحي پارک په جوړولو او ساتنه کې يې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کړې وه
17 سرطان 1399