د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: د نابینایانو پياوړي کول زموږ لپاره پانګه ده

18 سرطان 1399

د افغانستان د نابینایانو انجمن لسګونو غړو له کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې کابل ښاروال هغوی ته وویل چې چمتو دی څو د ښاروالۍ په محتلفو برخو کې د لوستو نابینایانو له پياوړتیا ګټه واخلي. ښاغلي سلطانزوی وویل: په هره برخه کې د نابینایانو د انجمن په همغږۍ او هوکړه همکاري کوو او شخصا ستاسو د حقونو لپاره په هره کچه د عدالت غوښتنه او کار کوم. زما لپاره هر ډول توپيري چلند مردود دی، په ځانګړې توګه د نابینایانو په حق کې. کابل ښاروال وویل چې د نابینایانو پياوړي کول یوه پانګه ده او د نابینایانو انجمن پياوړي او لوستي کسان د کابل ښاروالۍ په مختلفو برخو کې د نورو ښاروندانو غوندې کار کولی شي. د افغانستان د نابینایانو انجمن غړو خپلې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې او د ښاروالۍ له مشرتابه یې وغوښتل چې د حقونو د ورکولو لپاره یې همکاري کوي. هغوی له ښاروال څخه وغوښتل څو په هغو شوراګانو کې چې د کابل ښاروالۍ له لوري له اړمنو سره د مرستې لپاره جوړې شوې دي، په هره برخه کې د نابینایانو له طبقې هم یو یو غړی ولري.