د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان د ۶۰ متره سړک د جوړېدو کار چټک روان دی

24 سرطان 1399

د ځينو دلایلو پر بنسټ له مکروریان ساحې تر احمدشاه بابا مېنې پروژې د قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک د ساختمان کار ځنډلی و، اوس د کابل ښاروالۍ په لومړیتوب کې دی او کار یې چټک روان دی. د دغه سړک اوږدوالی ۴.۲ کیلومتره او سور یې ۶۰ متره دی، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې عمومي ریاست له لوري په څلورو اصلي او فرعي کرښو کې د کابل ښار نهمې او شپاړسمې ناحیې په اړوندو ساحو په اساسي ډول جوړېږي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ژمنتیا لري چې په روان کال کې یې د اصلي کرښو کار بشپړ او د ښار مرکزي ساحې له ختیځ او جنوب زونونو سره ونښلول شي. له دغه سړکه په ګټه اخیستنه به د اړوندو ساحو پر اقتصادي ودې سربېره د نوې کارتې او بګرامي واټ د ترافیکو ګڼه‌ګوڼه کمه شي.