الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پاچا پله د ساختمان کار ۸۴٪ پر مخ تللی دی

24 سرطان 1399

په نهمه او شپاړسمه ناحیه کې د قلعه زمان خان سړک په مسیر کې پر کابل سیند د پاچا پله د ساختمان اساسي کار دوام لري، چې اوږدوالی ۵۸ متره او سور یې ۲۸.۴ متره دی. تر اوسه یې ٪۸۴ کار مخ ته تللی او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي. نظر نوي ډيزاین ته د دغه پله ظرفیت او محدودیت د سیمې اړتیاوو او اقتصادي دهلیز ته ځوابویونکی ډيزاین او مطالعه شوی، چې په بشپړېدو به یې د ترافیکو د جریان پر تنظیم او د اړوندو سیمو پر نښلولو سربېره ځايي اوسېدونکو او ګاونډیو ساحو ته د چاپېریال ساتنې بې شمېره اسانتیاوې چمتو شي. د دغه بنسټ د پروګرامونو او پروژو انجینیران هره ورځ د دې مهمې او اساسي پروژې د پلي کېدو څارنه کوي، څو لوړ کیفیت او د کار چټکتیا په پام کې ونیول شي.