
د دغه سړک د اساسي ساختمان کار دوام لري، چې اوږدوالی یې ۱.۲ کیلومتره او سور ۶۰ متره دی، په څلورو خطونو کې جوړېږي او د سړک په امتداد یو استنادي دېوال، پلې لارې، ویالې، ګلدانونه، روښنايي او ترافیکي دهلېزونه جوړول پکې شامل دي. کابل ښاروالي هڅه کوي، څو ژر تر ژره د دغه مهم او اساسي سړک د ساختمان کار بشپړ شي.




