اوس مهال د دغه پله د اساسي ساختمان چارې ٪۶۵ بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلورو میاشتو بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي. د دغه پله اوږدوالی ۳۹ متره او سور یې ۲۸.۴متره دی. نظر نوي ډيزاین ته د دغه پله ظرفیت او محدودیت د سیمې اړتیاوو او اقتصادي دهلیز ته ځوابویونکی ډيزاین او مطالعه شوی، چې په بشپړېدو به یې د ترافیکو د جریان پر تنظیم او د اړوندو سیمو پر نښلولو سربېره ځايي اوسېدونکو او ګاونډیو ساحو ته د چاپېریالساتنې بې شمېره اسانتیاوې چمتو شي د دغه بنسټ د پروګرامونو او پروژو انجینیران هره ورځ د دې مهمې او اساسي پروژې د پلي کېدو څارنه کوي، څو کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې په قلعه زمان خان مسیر کې پر لوګر سیند د موټرو د تګراتګ د ستر (شینه) پله د جوړېدو کار پیل کړی، چې په معیاري او اساسي توګه جوړېږي. لوړ کیفیت او د کار چټکتیا په پام کې ونیول شي.