د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د نوي ګومارل شوي مرستیال او رییسانو پېژندګلوي

26 سرطان 1399

د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست عالي مقام د احکامو مطابق نظيف الله قلندرزی په مافوق رتبه بست کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال، محمد آصف جلالزى په لومړي بست کې د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس، الهام کبیر په دویم بست کې د سوداګرۍ او ښاري صنعت چارو ریاست د مرستیال، زهرا جویا په دویم بست کې د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست د نشراتي مرستیالې، محمد نور سرحدي په دویم بست کې د سمسورتیا ریاست د اداري مرستیال، عبيدالله شفق په دویم بست کې د مالي او اداري چارو ریاست د حسابي مرستیال او اکرم خان ځدران په دويم بست کې د نولسمې ناحیې د رییس په توګه وګومال شول او نن د روان کال چنګاښ مياشتې په ۲۶مه په یو لړ مراسمو کې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او د دغه بنسټ مرستیالانو خپلو همکارانو ته وروپېژندل.  په دغه مراسمو کې کابل ښاروال په اوسنیو شرایطو کې د نوو مسوولانو ټاکل د کابل ښاروالۍ د عوایدو په لوړولو، د مالي او اداري چارو سیستم جوړولو او د اغېزمنو او کارنده خدمتونو په وړاندې کولو دقیقه ټاکنه او یوه اړتیا وګڼله او ویې ویل: د تخصص پالنې اصل په موخه موږ په خپل بنسټ کې هر اړخیزو او بنسټي اصلاحاتو ته ژمن یو، ترڅو ښاري اړتياوو ته د ځواب ویونکو خدمتونو له لارې د خلکو د رضايت کچه لوړه شي.  کابل ښاروال یادونه وکړه چې د کابل ښاروالۍ عوايد د دغه بنسټ د عوایدو سرچینه ده او د اغېزمنو کارونو په ترسره کولو به د کابل ښاروالۍ په مختلفو مدیریتي سطحو کې ځوابوینه او روڼتيا رامنځته کړو.  د يادونې وړ ده چې نوي ګومارل شوي مسوولان د ليسانس او ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې او د پام وړ کاري تجربه لري.