د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښاري فرهنګ په ټینګښت کې د ښځو د رول پر پياوړي کېدو ټينګار وکړ

28 سرطان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ښار د ناحیو د ښځو له شوراګانو سره په یوه ناسته کې د چاپېریالي ستونزو د اورېدو تر څنګ وویل، چې ښځې د ښاري مدیریت په سترو تصمیمونو کې رول لوبولی شي؛ ټول به په ګډه د ښاري نظم او فرهنګ په ټينګښت او له ښاري تاسیساتو څخه په ګټه اخیسستنه کې یو ځای کار وکړو.  کابل ښاروال زیاته کړه چې دا ناسته لومړۍ او وروستۍ نه ده، په ښاري ژوند کې د ښځو رول نمایشي هم نه دی او په ښاري مدیریت کې د ښځو د اغېزمنو فعالیتونو لپاره دوام کوي.  ښاغلي سلطانزوی وویل: زما خویندو! راشئ خپل ښار په نظم او ابادۍ په حرکت راولو او پر هغو مخکښو ښځو چې په سختو شرایطو کې کار کوي، ښاري ستونزې یې حل کړې دي یا یې په دې برخه کې ګام اخیستی، وویاړو، مننه ترې وکړو او انساني او اخلاقي ملاتړ یې وکړو.  کابل ښاروال وویل چې په ښار کې له ښځو څخه د ګذر وکیلانو د ټاکنې پروسه ژر پيلوو.