الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کثافاتو په مدیریت او کارموندنه کې د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو رول اغېزمن دی

28 سرطان 1399

اوس‌مهال د ښار په ناحیو کې تر ۴۰ زیات تنظیفي خصوصي شرکتونه له کورونو څخه د کثافاتو د راټولولو له لارې د تنظیف ریاست تر څنګ فعالیت کوي؛ چې دغه کار د کثافاتو د خورېدو پر مخنیوي سربېره د کارموندنې په چمتو کولو کې مرستندوی او ګټور تمام شوی دی. د تنظیف ریاست د معیاري ماشینرۍ او پوره پرسونل کمښت او د خلکو نه همکاري هغه عوامل دي چې زیاتې تنظیفي ستونزې رامنځته کوي.  کابل ښاروالۍ پتېیلې ده، چې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو سره د تنظیف ریاست پر ظرفیت لوړولو سربېره د ښار د یوې برخې د تولیدي کثافاتو راټولول خصوصي سکټور ته وسپاري؛ هغه شرکتونه چې د تنظیف په برخه کې ښه ظرفیت لري، د ازادې سیالۍ له لارې به وګومارل شي. کابل ښاروالي به په راتلونکي کې له سرغړوونکو او هغو کسانو سره چې کثافات تیتوي او په نامناسبو ځایونو کې یې غورځوي، جدي قانوني چلند وکړي.