کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په دویمه ناحیه کې د دفاع وزارت د حربي فابریکې (ماشین خانې) او ګاونډو ساحو د بیارغونې د کار لیدنه وکړه. د آغاخان فرهنګي بنسټ په اساسي او لرغوني توګه د دې ساحې د بیارغونې کار پر مخ وړي. کابل ښاروال د دې بیارغونې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې مسوولیتونه وارزول او د دغه بنسټ چمتووالي یې روښانه کړل، ترڅو دغه ساحې ژر تر ژره د لرغونې معمارۍ د سبک او فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اساس پر یوه ستر سوداګریز، تفریحي، زرغون او پاک ځای بدلې او بیا ورغول شي.
کابل ښاروال د ماشینخانې او ګاونډو سیمو د بیارغونې د کار لیدنه وکړه
28 سرطان 1399