د چارو د انسجام او ښاري خدمتونو د چټکۍ په موخه کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښاروالۍ د ناحیو ریاستونو له مرستیالانو سره خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د دوی د کړنو او وظیفوي مکلفیتونو له ارزونې وروسته یو ځل بیا کاري مسوولیتونه په ځانګړې توګه د عوایدو په راټولولو، ښاري نظم او چاپېریالي ستونزو په حل کې روښانه کړل.
کابل ښاروال د ناحیو ریاستونو له مرستیالانو سره ولیدل
28 سرطان 1399