د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عرفاني سړک د بدیلو ملکیتونو د استملاکي ستونزو د حل په اړه مشورتي ناسته

29 سرطان 1399

د سترو پراختیايي پلانونو د پلي کولو په موخه نن د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د عرفاني سړک د زیانمنو، د قلعه قاضي سیمې او قرویغ غره لمنو د استملاکي ساحې د مالکانو او اوسېدونکو په ګډون دیارلسمې ناحیې له اوسېدونکو او مشرانو سره په یوه مشورتي ناسته کې بحث او خبرې اترې وکړې. ځايي اوسېدونکو د خپل حق د تلف کېدو، د مافیا له لوري د قلعه قاضي سیمې او قرویغ غره لمنو د یوې برخې ځمکې د غصب او د مسوولانو د کمکارۍ په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه. کابل ښاروال د ننګونو له څېړنې او د اوسېدونکو له نظرونو اورېدو وروسته په دې اړه وویل چې د سترو ښاري پلانونو په پلي کېدو کې له قانون سره سم د ښاروندانو حقونه په پام کې نیول شوي دي او د دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې حقونه به یې نه تلف کېږي. کابل ښاروال د غصب شوو ځمکو په بېرته راګرځولو کې مسوولانو ته روښانه هدایت ورکړ، چې کاري تعلل او وظیفوي بې‌پروايي د کابل ښاروالۍ د مشرتابه او خلکو د زغملو وړ نه ده. کابل ښاروال یادونه وکړه چې په دیارلسمه ناحیه کې پر پلاني د غیر پلاني ساحو د بدلېدو لپاره تخنیکي مطالعې روانې دي، چې په هغو کې له یوې خوا پراختیايي پلان پلی کېږي او له بلې خوا به د اسانتیا او د خلکو حقونو ته د رسېدو په برخه کې پاملرنه وشي. د ناستې په پای کې د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له پراختیايي پروګرام څخه ملاتړ اعلان کړ.