الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان او منځنۍ آسیا انجمن ټولنيز بنسټ د ښار په پاکۍ کې ونډه واخيسته

30 سرطان 1399

د کابل ښاروالۍ د نارنجي‌پوښانو د ملاتړ او ښاري فرهنګ د ټينګښت په موخه په یوه تنظیفي حشر کې د افغانستان او منځنۍ آسیا انجمن ټولنيز بنسټ غړو د مېوې مارکېټ په ساحو د تیت او خورو کثافاتو په راټولولو د ښار په پاکۍ او نظافت کې ونډه واخيسته. هغوی څرګنده کړه چې د ښار پاکي او صفایي د ټولنې د هر غړي او خلکو دنده ده او موږ په راتلونکي کې هم له نارنجي‌پوښانو ملاتړ کوو. په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ مسوولانو د دغه حشر له ګډونوالو مننه کوي او تمه لري چې نور بنسټونه او ښاريان په چاپېریال ساتنه او د کثافاتو د خورېدو په مخنیوي کې له دغه خدماتي بنسټ سره همکاري وکړي، څو له ککړتیا پاک ښار ولرو.