د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د خواجه بغرا پخواني ګذر رغونه پيل شوه

31 سرطان 1399

د دوشبنه د روان د کال د چنګاښ په ۳۰مه کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ځايي اوسېدونکو او مشرانو په ګډون په پنځلسمه ناحیه کې د خواجه بغرا پخواني ګذر د رغونې کار پيل کړ.  کابل ښاروال په دغو مراسمو کې وویل: له ښاري اسانتیاوو څخه محرومو ساحو ته رسېدنه او د لرې ناحیو وده زموږ لومړیتوب دی، چې په خپلو پلانونو کې به لا زیاته پاملرنه ورته وکړو.  نوموړي زیاته کړه چې د ناحیو د متوازنې ودې پر اساس یې په روان کال په مختلفو ناحیو کې د ګڼو اصلي او فرعي سړکونو د رغونې او جوړولو هوډ کړی دی، چې رغونه او جوړول به یې پر چاپېریالي اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره د کابل ښار پر اقتصادي وده هم زیاتې اغېزې ولري.   ده د کابل ښار په جوړولو کې د ښاریانو همکاري اغېزمنه او مهمه وګڼله او هیله یې وکړه چې خلک باید د دوی د خپلو پروژو د کار او پلي کېدو څارنه هم وکړي او په ساتنه کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.  په دې رغونه کې ۶۶ سړکونه او لویې او کوچینۍ کوڅې، چې ټول اوږدوالی یې 8157 متره او 8271 متره ویالې پکې شاملې دي، په راتلونکو ۱۱ میاشتو کې د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام له لوري تر ۳۵ میلیونه د زیاتو افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې د دې پروژې پلي کول به له پيله تر پایه ښاریانو کاري بوختیاوې هم رامنځته کړي.