د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښار کې د هرځايي سپيو د واکسین او شنډولو بهیر دوام لري.

31 سرطان 1399

د ښاریانو د خوندیتوب په موخه د لېوني سپي ناروغۍ د واکسینو پروګرام له ۱۳۹۷ کال راهیسې بیا تر اوسه دوام لري.  په لومړۍ دوره کې 23420، په دویمه دوره کې 26536 او په درېیمه هغه کې6500 سپي واکسین کړل شوي دي او دغه بهیر دوام لري.‎ همدارنګه د شنډولو پړاو یې په 1398 کې پيل شو، چې تر اوسه 7430 سپۍ شنډې شوي دي، چې په پایله کې یې د 4625 کوکریو د زېږون مخه نیول شوې ده. په دغه پروګرام کې ۱۲۱۹ وحشي-بریدګر او ناعلاجه ناروغۍ لرونکي سپي ډاکټرانو او ټرینرانو له منځه وړي دي.  هره ورځ په منځنۍ توګه ۷۰ سپۍ شنډېږي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو کلونو تر ٪۹۰ (۲۸۰۰۰) زیاتې سپۍ شنډې کړل شي، څو یې د نفوس د زیاتوالي مخه ونیول شي.