الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مسلخ سړک د جوړېدو او د عبدالحق څلورلارې پراختيا او مکروریانو لومړي پله کار %۵۰ پر مخ تللی دی

1 اسد 1399

له عبدالحق څلورلارې تر محمودخان پله پورې د مسلخ سړک د جوړېدو چارې روانې دي. د دغه سړک اوږدوالی ۱۷۰۰ متره او سور یې ۲۰.۵ متره دی، چې پلې لارې، د بايسکل لین او ويالې پکې شاملې دي. په عبدالحق څلورلارې کې فرعي څلورلاره شاملې ده او د مکروریانو پله اوږدوالی ۵۰ متره او سور یې ۱۳ دی. د دې پروژې کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی او ټاکل شوې چې په معیاري او اساسي ډول ګټې اخيستنې ته چمتو کړل شي.  دغه پروژه پروژه د چاپان د جایکا په مالي مرسته او د UNOPS دفتر په تخنيکي ملاتړ اجرا کېږي، چې ويالې، د اوسپنې او کانکریټي پلچکونه، ګلدانونه، د بايسکل لین، روښنايي، ترافيکي اشارې، پر سړک خطونه اچول، ترافيکي دهلیزونه او د یوه معياري سړک نورې برخې پکې شامل دي.