الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښار د ښکلي کولو د لومړۍ پروژې لیدنه وکړه

5 اسد 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی پر شهید محمد سالم ایزدیار "زنبق" څلورلارې د پای ته رسېدلي سړک په مسیر کې د ښار د ښکلي کولو د لومړۍ نمونوي پروژې لیدنه وکړه. کابل ښاروال په دې اړه وویل چې دغه بنسټ په اغېزمنو اقدامونو، فرهنګ جوړولو او دې ته په پام چې د ښار ښکلا خلکو ته يو ښه او هيله‌بښونکی حس ورکولی شي، زیات پروګرامونه لري له هغې جملې یې د ښار د ښکلي کولو پروګرام پيل کړی، چې د ښار په مختلفو ساحو کې به اجرا شي.  کابل ښاروال د کار د چټکۍ او دقت په برخه کې د دغه بنسټ مسوولانو ته د ویالو، د سړکونو د جدولونو، د پلو لارو د پوښلو، روښنايۍ، ترافیکي اشارو د نصب، کرښو کښلو، د دې ساحې د چمن، نیالګیو او ګلبوټو د اېښودو په اړه هم لارښوونې وکړې.