د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې د بګرامي ګذر د الف ساحې د بېخ‌بنسټونو د رغونې کار پرانیسته

6 اسد 1399

د یکشنبه د روان کال د زمري په ۵مه د ځايي اوسېدونکو او مشرانو په حضور کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په دوه ویشتمه ناحیه کې د بګرامي ګذر د الف ساحې د بېخ‌بنسټونو د رغونې کار پيل کړ.  کابل ښاروال د دې پروژې د کار پيل مهم وګاڼه او ویې ویل: «لرې ناحیو ته رسېدنه د کابل ښاروالۍ یو لومړیتوب دی، چې په خپلو پلانونو کې مو جدي پاملرنه ورته کړې ده، ترڅو له ښاري اسانتیاوو په محرومو ساحو کې د خپلو خلکو ستونزې حل کړو. کابل ښاروال زیاته کړه چې د ناحیو د متوازنې ودې اصل او کابل ښار د پراختیا پر اساس کابل ښاروالي په دوه ویشتمه ناحیه کې ښاري معیارونو ته په پام د سترو پرمختیايي پلانونو د اجرا کولو هوډ لري او پر پلي کولو به یې ډېرې چاپېریالي ستونزې حل شي.  ښاغلي سلطانزوی ټينګار وکړ چې د دوه ویشتمې ناحیې اوسېدونکو ته د ښاري اسانتیاوو چمتو کول اړین دي.  نوموړي د ابادۍ پروژو پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو کې د دې ناحیې د اوسېدونکو همکاري مهمه وګڼله او غوښتنه یې وکړه چې خلک باید د خپلو پروژو د کار د بهیر او پلي کېدو څارنه او همدارنګه د ښاري تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.  په دې رغونه کې ۵۶۶۱ متره په اوږدوالي سړک، ۱۰۵۷۲ متره ویالې او ۱۴۶۴ متره پلې لارې جوړول شامل دي، چې په راتلونکو لسو میاشتو کې به د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام له لوري تر ۶۳ میلیونه افغانیو په زیات لګښت ورغېږي.  د دې پروژې په پلي کولو سره له پيله تر پایه ښاریانو ته کاري فرصتونه برابرېږي او ۵۲۸۱ ښاروندان او ۸۰۶ کورنۍ به ترې مستفېدې شي.