د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یولسمې ناحیې له ځينو استازو او اوسېدونکو سره لیدنه وکړه

7 اسد 1399

کابل ښارول محمد داود سلطانزوی د استازو په مجلس کې د خلکو له استازي عبد القیوم خیرخواه او د دې ناحیې له ځينو استازو سره د یولسمې ناحیې د ستونزو د اورېدو او په ښار کې د ابادۍ پروژو پر اجرا کېدو بحث وکړ. په دې لیدنه کې د یولسمې ناحیې اوسېدونکو په روان کال کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له پروګرامونو څخه د ملاتړ تر څنګ له کابل ښاروال سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.  کابل ښاروال له ستونزو اورېدو وروسته وویل چې د کابل ښار اوسېدونکو غوښتنو ته رسېدنه د کابل ښاروالۍ کاري لومړیتوب دی.  ښاغلي سلطانزوی وویل چې د دوی د برحقو غوښتنو د پوره کولو لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.  کابل ښاروال په ښار کې د ابادۍ پلانونه د خلکو یوه پر حقه غوښتنه وګڼله او په یوولسمه ناحیه کې یې د څو بېخ‌بنسټي او ټولګټو پروژو یادونه وکړه.