الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هېواد د رسنیو د شهیدانو منار د جوړېدو چارې بشپړې شوې

7 اسد 1399

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړې توګه کابل ښاروالۍ د رسانه‌يي شهیدانو وینې او په هېواد کې په موثقه او پر وخت اطلاع رسونه کې د رسنیو زیار او د خبریالانو اتلولیو ته د درنښت په موخه د رسانه‌يي شهیدانو د یادښت منار د جوړولو اقدام وکړ، چې له نېکه‌مرغه د جوړولو کار یې بشپړ شو.  کابل ښاروالۍ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ دغه منار په کابل سپین زر پارک کې جوړ کړی دی.  ټاکل شوې ساحه پر دې سربېره چې د دغه منار لپاره ځانګړې شوې ده، د تاریخي او فرهنګي مخینې له اړخه هم بااهمیته او ارزښتمنه ده. له ډیزان سره سم د منار په سر کې د مطبوعاتو او رسنیو د سمبول په توګه فلزي منارونه جوړ شوي دي.  د منار قاعده د افغانستان د نقشې په بڼه په منظم شکل لرونکو توږل شوو طبیعي ډبرو کې ترتیب شوې، چې مساحت یې شاوخوا ۵۰ متره مربع او لوړوالی یې ۶ متره دی.