د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د ملي بیرغ ورځ ونمانځله

7 اسد 1399

د هېواد ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په مناسبت په ځانګړي پروګرام کې د کابل ښاروالۍ لوړ پوړو چارواکو، د کابلیانو اجماع، د خصوصي بنسټونو ځينو استازو، د مدني ټولنې غړو او رسنیو په ګډون دغه ورځ ونمانځله. په دغه پروګرام کې د هېواد خورا ستر ملي بیرغ چې ۵۰۰ متره اوږد و، په دارالامان واټ کې په اهتزاز راغی. همدارنګه درې روان تختونه چې د افغانستان په ملې بیرغ سره ښکلي شوي وو، د ځینو ورزشکارانو په حضور یې د کابل مختلفو ساحو ته حرکت وکړ. په دغو دریو تختونو کې د وطن ترانې هم په ژوندۍ بڼه خپرې شوې.