الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې مېنې د لومړۍ حصې د ګولايي پارک بیارغونه پيل شوه

7 اسد 1399

په یولسمه ناحیه کې د زرغونو ساحو د پراختیا په موخه د خیرخانې مېنې د لومړۍ حصې د ګولايي پارک بیارغونه پيل شوه. د ښار په شمال کې واقع دغه پارک مساحت ۵۰ جریبه دی او د ښار په چاپېریالي ښکلا کې زیات اهمیت لري.  په معیاري توګه د پارک د چمنونو او ګلونو پر بیارغونه سربېره، د پلو لارو د پوښلو، چتریو د نصب، روښنايۍ، د چوکیو او کثافت‌دانیو د نصب، د اوبولو د منظم (قطره‌يي او باراني) سیستم جوړولو او د تفریحي فضا خوندیتوب ته یې هم پاملرنه کېږي. د یادونې وړ ده چې د دغه تفریحي پارک د جوړولو او د هغه لپاره د ۱۵۰ اوږدو چو کیو، سمسورتیا او روښنايۍ په جوړولو کې د کابل ښاروالۍ پر سمسورتیا ریاست سربېره د یولسمې ناحیې ځينو اوسېدونکو هم ونډه پکې اخیستې وه.