د ښاري نمونوي ښکلا لومړۍ پروژې کار، چې د شهید سالم ایزدیار( زنبق) څلور لارې په بر کې نیسي بشپړ او د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. کابل ښاروال د پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل چې، دوی د کابل ښار لا ډیرې ښکلا ته ژمن دي او په پام کې لري دا ډول نورې پروژې هم په لاره واچوي،څو کابل ښاریان په ښار کې د پاک او ښایسته ژوند احساس وکړي. د یادونې وړ ده چې د ښکلا دا پروژه د اوبو نل لیکو جوړول، د جدولونو ایښودل، د پلو لارو کې د تیږو فرش، ترافیکي نښې، اړینې کرښې، چمن او ونو بوټو ایښودل په بر کې نیسي، چې د دو میاشتو په ترڅ کې یې کار د کابل ښاروالۍ له لوري پای ته ورسید.
د ښاري ښکلا نمونوي پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
8 اسد 1399