کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د دوشنبه د ( زمري په ۱۳ مه ) د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق او د ودانیزو جوازونو د ورکولو ریاستونه و پلټل او مسئولینو ته یې د اختر مبارکي ورکړه. کابل ښاروال د پروګرامونو ، موخو ، له خلکو سره د اړیکو ، د خلکو ناخوښوالي او د پروګرامونو ښه او ګټور پلي کولو د څرنګوالي په اړه د یادو ریاستونو له مسئولینو سره خبرې وکړې او نظریات یې شریک کړل . کابل ښاروال د خدمتونو رسولو په برخه کې د شته ستونزو او معیاري پراختیا په اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې ، څو د ښاروالۍ د پروګرامونو په پلي کولو کې له دې ډیرې هڅې او کار وکړي .
کابل ښاروالۍ د خپلو یو شمیر ریاستونو پلټنه وکړه
13 اسد 1399