د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اختر په ورځو کې له څلور زور ټنو زیاتې خځلې او چټلۍ ټولې او لیږدول شوې دي.

13 اسد 1399

د کابل ښاروالۍ خدماتي کارکوونکو د اختر په ورځو کې له څلور زرو ټنو زیاتې خځلې او چټلۍ له کابل ښار نه ټولې او ځانګړو ځایونو ته لیږدولې دي . د لوی اختر په ورځو کې له مخکې پلان سره سم د کابل ښار پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه شوې او خځلې په ځانګړې توګه د څارویو قربانۍ څخه رامنځته شوې چټلۍ د نورو کلونو په پرته سږ کال په ګټوره توګه ټولې او ځانګړو ځایونو ته لیږدول شوې دي. د یادې ادارې خدماتي کارکوونکو د لوی اختر په دریو ورځو ، په دوه کاري وختونو کې د خځلو او چټلیو ټولو لپاره لاس په کار شوي دي او ۴۶۸۱ ټنه خځلې یې د کابل ښار له ۲۲ ناحیو څخه راټولې کړې دي ، چې ۲۱۸۱ ټنه یې له ښار څخه بیرون او ۲۵۰۰ ټنه نورې یې د تنظیف ریاست د ننه ځانګړي ځای ته لیږدول شوې دي. کابل ښاروالۍ له هغو ښاریانو څخه چې د خځلو او چټلیو په ټولولو کې یې مرسته کړې د زړه له تله مننه کوي او په نورو برخو کې یې د همکاریو هیله لري.