الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم او معیاري خدمتونو عرضه کولو په موخه دکابل ښاروالۍ رهبرۍ غونډه ترسره کړه

15 اسد 1399

د ښاري نظم راوستلو او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د زمري په ۱۴ نیټه د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی په مشرۍ د کابل ښاروالۍ رهبرۍ غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې کابل ښاروال وویل، چې په دنده کې غفلت او په کارونو کې ځنډ د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ او ښاریانو  لپاره د منلو وړ نه دی . کابل ښاروال د مسئولینو له لوري ترسره شوو کړنو ته په اشارې وویل چې د دندو ترسره کولو پرمهال دې هیوادنۍ مینه او وظیفوي مسئولیتونه په نظر کې ونیسي. کابل ښاروال په ځانګړې توګه د ناحیو د دندو لایحې لکه د عوایدو راټولولو، د لاس پلورونکو لپاره د مناسب ځای ټاکلو، د سیارو کراچیو د ثبت او ډیټابیس، له ساختماني سرغړونو څخه د مخنیوي، د چاپیریال ساتنې له سرغړونکو، د ښاري بې نظمۍ، ترافیکي ګڼې ګوڼې او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي د ساختماني سرغړونو او د ملکیتونو د غصب څخه د مخنیوي په موخه د عملیاتي مکانیزمونو جوړولو لارښوونه وکړه، څو په کمه موده کې د کارونو ښه او پر وخت ترسره کولو لپاره په خپلو کړنو کې اړین  بدلونونه راولي.