د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند ریشخورو سیمې فامیلو کې د کابل ښاروال ښاغلي محمد داوود سلطانزوی په شتون کې د بیارغونې د دوه پروژو کار چې پکې د فامیلیو ګذر د لومړی او دویمې برخې د ۲۰ کیلو متره سړک کانګریټ کول شامل دي، د زمري په ۱۵ رسما پیل شو. د یادو پروژ کار به د ۶ میاشتو په درشل کې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پروګرام ترسره شي، چې له سړکونو جوړولو سربیره به د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د اوبو لښتي او د ۱۴۶۷ مترو په اوږودالي د پلو لارې هم جوړې شي . د پرانیستې په مراسمو کې کابل ښاروال ښاغلي محمد داوود سلطانزوی وویل چې«پاخه او اساسي سړکونو ته په لاس رسي او د پروژو په ښه پلي کیدو کې د خلکو ونډه مهمه ده ، ځکه د یادو پروژو اصلي مالکان خپله خلک او ښاریان دي». نوموړي د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژو په تطبیق کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او د پروژو له کیفیت څخه نیږدې څارنه وکړي . کابل ښاروال وویل ، اوومه ناحیه د هغو ناحیو له ډلې ده چې په تیر کې ورته کمه پاملرنه شوې ده او پرمختیايي پروژې پکې په ډیره لږه کچه پلې شوې دي . نوموړي دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل چې ښاروالۍ ته د عوایدو ورکړې برخه کې جدي و اوسي، ځکه له ښاري خدمتونو تر لاسه کیدونکی محصول د لسګونو نورو پروژو په تمویل او تطبیق کې مرسته کوي . د یادونې وړ ده چې له دې پروژو به ۱۸۳۳ کورنۍ په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.
د اوومې ناحیې اړوند ریشخورو سیمې فامیلیو کې د بیارغونې دوه پروژو کار پیل شو
16 اسد 1399