الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د حکیم ناصر خسرو ښوونځي ته مخامخ شنې ساحې د بیارغونې چارې بشپړې او پروژه ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه

16 اسد 1399

د څلورمې ناحیې اړوند د حکیم ناصر خسرو ښوونځي ته مخامخ شنې ساحې د بیارغونې پروژې چارې د ۷۴۲۰ متر مربع په پراخوالي، چې وړاندې تر دې  کثیف او وچ ځای وو بشپړې او د کابل ښاروال ښاغلي محمد سلطانزوی له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه. کابل ښاروال د پرانیستې په مراسمو کې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې یوه شاړه او بې کاره ځمکه په شنه ساحه بدله شوه. ښاغلي سلطانزوی د هبیتات موسسې له مسئولینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې  له کابل ښاروالۍ سره په  مرسته کولو یې د سیمې اوسیدونکو پخوانۍ ستونزې حل او سیمې ته یې ښکلا ور وبښله. کابل ښاروال د شنې ساحې سم ساتلو ته په اشارې وویل چې، د یادې پروژې اصلي مالکان د سیمې خلک دې او باید په سم ساتلو  او پاللو کې یې هم همدوی مرسته وکړي، ځکه کابل ښاروالي په یوازې توګه نشي کولای د پروژو ساتنه وکړي .