د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له مشرانو او د سیمه اېزو شوراګانو له غړو سره د ګذر وکیلانو د ټاکنو په موخه بیلې لیدنې وکړې.

20 اسد 1399

کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د کابل ښار له شمیر مخورو، دیني عالمانو، مدني ټولنو له استازو، ښځو د ناحیو له ځوانانو او د سیمه ایزو شوراګانو له استازو سره د د ګذر وکیلانو د ټاکنو په موخه بیلې لیدنې وکړې. کابل ښاروال د ښاروالۍ د پروګرامو په اړوند معلوماتو ورکړل او زیاته یې کړه چې، د شفافیت او مسئولیت په پام کې نیولو او ښاري فرهنګ په ژوندي کولو سره په پام کې لري د کابل ښار د ګذر وکیلانو ټاکنې ترسره کړي او په دې برخه کې د ټولنې د بیلابیلو برخو همکاري اړینه ده. نوموړي زیاته کړه چې، ګذر وکالت لپاره ښځې هم کولای شي ځان کاندید کړي او رایه ورکړي او په دې برخه کې د دوی ګډون ډیر ګټور دی. د ګذر وکیل د ټاکلو په اړوند کابل ښاروال زیاته کړه چې، په دې برخه کې ښاروالۍ یوه مقرره  جوړه کړې او حقوقي پړاونه یې هم ترسره شوي، څو په پام کې نیولو سره یې د سرګردانۍ او خپل سریو مخه ونیول شي او دخلکو ستونزې ورسره کمې شي. ښاغلي سلطازوی وویل چې، د ګذر وکیلان د ښاروالۍ استازي دي او د خلکو له لوري ټاکل کیږي او کابل ښاروالي یوازې دوی ته د ټاکنو لپاره اسانتیاوې برابروي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، د کذر وکیلان د خلکو او ښاروالۍ ترمنځ د پل حیثت  لري او موږ کولای شو د ګذر وکیلانو په مرسته د ښاریانو ستونزې وپیژنو او حل لارې ورته پیدا کړو. ښاغلي سلطانزوی د پروګرامو په پلي کیدو کې د خلکو رول مهم وباله او د ګذر وکیلانو ټاکنو په ترسره کیدو کې یې له دوی د مرستې غوښتنه وکړه. کابل ښاروال له محلي شوراګانو غوښتنه وکړه چې د ګذر وکیلانو په ټاکلو کې مرسته وکړي، چې د هغوی له لوري هم مرستې ژمنه وشوه. په پای کې کابل ښاروال د محیطي ستونزو د حل ژمنه وکړه او ځان یې د خلکو خدمتګار وباله. د یادونې وړ ده چې د نوې کړنلارې  له مخې د ګذر وکالت موده درې کاله ټاکل شوې ده.