په ښاري فرهنګ کې د ګډون دودولو په موخه د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنیز بنسټ غړو د څلورمې ناحیې اړوند سیمې په هغه تنظیفي حشر کې ګډون وکړ،چې د سړکونو جارو کولو او د کتافاتو را ټولولو په موخه په لاره اچول شوی وو. دوی وویل چې، له نارنجي اغوستونکو څخه د ملاتړ په موخه تل همکار دي او همکاري کوي. د ښار پاکوالۍ او ښکلا ساتل د ټولنې د هر وګړي دنده ده. کابل ښاروالي هیله لري څو نور ټولنیز بنسټونه هم د ښار په پاکوالي، ښکلا او د کثافاتو په راټولولو کې له دې خدماتي ادارې سره مرسته وکړي.
له نارنجي اغوستونکو ملاتړ؛ د افعانستان او منځنۍ اسیا ټولنیز بنسټ په تنظیفي حشر کې ګډون وکړ
21 اسد 1399