د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې مینې د لومړې برخې سړکونو د بیارغونې کار پیل شو

22 اسد 1399

د یولسمې ناحیې اړوند خیرخانې مینې د لومړی برخې د سړکونو د بیارغوونې کار چې د ۸۴۴،۳ کیلو مترو په اوږدوالي د نښلوونکو سړکونو کانګریټ په بر کې نیسي، نن د زمري په ۲۲ مه نېټه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داوود سلطانزوی له لوري د یو شمیر قومي مشرانو په ګډون پیل شو. دا پروژه د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پروګرام څخه په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کیږي چې د سړکونو د کانګریټ سربیره به ۲۸۹،۵ کیلو متره په اوږدوالي د اوبو نل لیکې او د ۷۴۷،۶ کیلو مترو په اوږدوالي د اوبو رسونې شبکې هم پکې جوړې شي . کابل ښاروال د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې، د کابل ښار ښکلا لپاره اوږدمهالي ، منځمهالي او لنډمهالي پلانونه لري چې په پلي کیدو سره به یې کابل په ښکلي او منظم ښار بدل شي . نوموړي دغه راز وویل چې، د ښار په ابادۍ کې د خلکو او مسئولینو هیوادنۍ مینه اړینه ده او د ښار د ابادۍ لپاره لازمه ده یو لړ ښاري اصول او قوانین په نظر کې ونیسو . کابل ښاروال د یولسمې ناحیې له ټولو اوسیدونکو وغوښتل ، څو د ښاري خدمتونو د محصول په ورکړه کې ناغیړي ونه کړي ، ځکه له همدې محصول څخه کولای شو لسګونه نورې دا ډول پروژې پلې کړو او لسګونه کیلو متره نور د سیمې سړکونه ورغوو. نوموړي دغه راز د پروژو په غوره تطبیق کې د خلکو همکاري او رول مهم وباله او له دوی یې وغوښتل چې د سرعت، کیفیت او کمیت له نظره له پژوژو څارنه وکړي او د پروژو د تطبیق پر وړاندې د پرتو خنډونه په لمنځه وړلو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ښاغلي سلطانزوی له خلکو وغوښتل چې د ټولګټو پروژو په ښاتنه کې له دوی مرسته وکړي.  د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په پلي کیدو سره به د سیمې ۷۴۰ کورنۍ په مستقیمه توګه ګته پورته کړي او د خیرخانې مینې لومړۍ برخې د ګڼې ګوڼې ستونزې به هم ورسره کمې شي.  دغه راز په یاده پروژه کې له ۳۳ زرو ډیرو کسانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.