کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو سره د ستونزو د پیژندلو او د حل لارو چارو موندلو په موخه ولیدل. په پیل کې د یادې ناحیې یو شمیر اوسیدونکو پخو سړکونو ته د لاس رسي،د اوبو د نل لیکو، د کثافاتو پر وخت لیږد او په یاده سیمه کې د ناقانونه لوړ پوړو ودانیو اړوند ستونزې شریکې کړې . له سلطان محمود غزنوي د مسلح قواوو او سرای شمالي تر څلور لارې د کرښو ادامه، څارندوی بلاکونو ته مخامخ خامې کوڅې او سید عبدالناصر نجونو ښوونځي ته مخامخ د هوایي پل نشتون نورې هغه ستونزې وې چې د څلورمې ناحیې اوسیدونکو له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د ستونزو تر اوریدو وروسته د ښاروالۍ د پروګرامونو اړوند تر معلوماتو ورکولو وروسته زیاته کړه، چې د ښاروالۍ د پلانونو او پروګرامونو په تطبیق، د متوازن انکشاف او مالي سرچینو ته په کتو به د څلورمې ناحیې د اوسیدونکو ستونزې حل شي. ښاغلي سلطانزوی له خلکو وغوښتل چې له سوداګریزو سیمو د محصول په راټولولو او اجرا کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي دغه راز وویل چې د ښاروالۍ له لوري به د ښاري او محیطي ستونزو تر پیژندلو وروسته د حل لپاره لاس په کار شي.
کابل ښاروال د څلورمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو سره ولیدل
25 اسد 1399