د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څلورمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو سره ولیدل

25 اسد 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو سره د ستونزو د پیژندلو او د حل لارو چارو موندلو په موخه ولیدل. په پیل کې د یادې ناحیې یو شمیر اوسیدونکو پخو سړکونو ته د لاس رسي،د اوبو د نل لیکو، د کثافاتو پر وخت لیږد او په یاده سیمه کې د ناقانونه لوړ پوړو ودانیو اړوند ستونزې شریکې کړې . له سلطان محمود غزنوي د مسلح قواوو او سرای شمالي تر څلور لارې د کرښو ادامه، څارندوی بلاکونو ته مخامخ خامې کوڅې او سید عبدالناصر نجونو ښوونځي ته مخامخ  د هوایي پل نشتون نورې هغه ستونزې وې چې د څلورمې ناحیې اوسیدونکو له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د ستونزو تر اوریدو وروسته د ښاروالۍ د پروګرامونو اړوند تر معلوماتو ورکولو وروسته زیاته کړه، چې د ښاروالۍ د پلانونو او پروګرامونو په تطبیق، د متوازن انکشاف او مالي سرچینو ته په کتو  به د څلورمې ناحیې د اوسیدونکو ستونزې حل شي. ښاغلي سلطانزوی له خلکو وغوښتل چې له سوداګریزو سیمو د محصول په راټولولو او اجرا کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي دغه راز وویل چې د ښاروالۍ له لوري به د  ښاري او محیطي ستونزو تر پیژندلو وروسته د حل لپاره لاس په کار شي.