د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بامیان ولایت کابل مېشتو اوسېدونکو له کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

25 اسد 1399

د بامیان ولایت کابل مېشتو اوسېدونکو له مافیا سره د مبارزې او هڅو په ځانګړې توګه د سرغړونو د کمښت، د نظم او ښاري اصولو او مقرراتو  د ټينګښت په برخه کې  له کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دغو ښاریانو وویل چې کابل ښار په ټولو افغانانو پورې تړلی او د جوړوونکو پروګرامونو د اجرا، پر ټولو د قانون د یو شان پلي کېدو او د نورو عمراني پروګرامونو او د هېواد د اصیل فرهنګ د بېرته راژوندي کېدو لپاره باید یو بل ته لاس ورکړو.  دوی زیاته کړه چې د کابل ښاروال د هڅو له امله د کابل ښار پاکي او زرغونتیا ښه شوې او د اجرا او پلان په پړاونو کې د ابادۍ پروژې د نني عصر د اړتیاوو پر اساس پر مخ ځي، چې اړینه ده د جوړوونکو پلانونو او پروګرامونو په اجرا کې د کابل ښاروالۍ ملاتړ وکړو.  دوی په کابل ښار کې د یو بل منلو او د قانون په پام کې نیولو په اړه ټينګار وکړ.  دغو ښاریانو د کابل ښار اساسي ستونزې بې‌رقمه وده، سرغړونه او قانون ماتونه او په ښاري مسایلو کې د ښاریانو ونډه نه اخیستل په ګوته کړل. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل چې د ټولنیز عدالت د ټینګښت، د کابل ښار د اقتصادي ودې او لرلید د سترو پلانونو د اجرا کولو او ښاري فرهنګ د راژوندي کولو لپاره جدي هوډ لري.  دغه‌راز په کابل ښار کې یې د ښاري اصولو او قوانینو منل ډېر مهم وګڼل او زیاته یې کړه چې کابل ښار باید له قومي تړاوه راووځي او باید د ښاري او یو موټی کېدو پر لور وخوځېږو. کابل ښاروال وویل چې له معقولو او جوړوونکو انتقادونو څخه په خپلو پلانونو کې ګټه اخلو او د ښاروندانو همکاري او قدرداني موږ ته د ښار د ابادۍ او نظم په برخه کې د ډېر او کار او هڅو لپاره انرژي راکوي.  ښاغلي سلطانزوی وویل چې د الله متعال په مرسته او د خلکو په ملاتړ به په دوه ویشتونو ناحیو کې ګڼ شمېر نوي پروګرامونه اجرا شي.  په دغه پروګرام کې د هڅونې په توګه د بامیان بت نقاشي شوې تابلو چې دغو ښاریانو چمتو کړې وه، د دوی مشرانو کابل ښاروال ته ورکړه.