الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک پر مسیر خنډونه تخریب او لرې کړل شول

26 اسد 1399

د خنډونو (قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک پر مسیر تر استملاک لاندې کورونو) د پاکولو په دوام نن د زمري په ۲۶مه په نهمه ناحیه کې د بنايي ساحې مخامخ ځينې د استوګنې کورونه چې د دې پروژې پر وړاندې خنډونه وو، تخریب او له لرې کړل شول.  د خنډونو په لرې کولو سره د دغه سړک د ساختمان د کار لپاره لار هواره شوې ده.  له مکروریانو څخه تر احمدشاه بابا مېنې پروژې پورې د قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک د اساسي ساختمان تر ۴.۲ کیلومتره زیات اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په نهمه او شپاړسمه ناحیه کې یې د دغه بنسټ د کار، ساتنې او څارنې ریاست په څلورو اصلي او فرعي خطونو کې په اساسي ډول جوړوي.  د کابل ښاروالۍ رهبري ژمنتیا لري چې په روان کال کې یې د اصلي خطونو کار بشپړ شي او د ښار مرکزي ساحې د ښار له ختیځو او جنوبي زونونو سره ونښلوي.