الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل – جنوب سړک د لومړي فاز د دویمې برخې د خنډونو د پاکولو کار پيل شو

27 اسد 1399

د دغه مسیر د دویمې برخې د خنډونو د لرې کولو کار له بینی حصار څخه تر کابل –جنوب سړک پورې، چې درې کیلومتره اوږد دی، د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، د ملکیتونو د مالکانو او ناحیې د مشرانو په حضور پيل شو.  له پرلپسې خبرواترو وروسته کابل ښاروالۍ او د کابل-جنوب سړک د مسیر اوسېدونکي د دغه سړک تر استملاک لاندې ملکیتونو په اړه هوکړې ته ورسېدل.  کابل ښاروال د ځايي اوسېدونکو له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې کابل-جنوب سړک به په معیاري او اساسي توګه جوړ شي.  کابل ښاروال تر چهار آسیاب پورې د پډولې پروژې د نښلوونکي او په قول حشمت خان ساحه کې د ملي پارک له جوړولو څخه هم خبر ورکړ.  کابل ښاروال د دې سترې پروژې پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره د اړوندو ادارو همغږي اړینه وګڼله او اړوندو برخو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه سړک د اسنادو پړاونو د بشپړولو او اساسي ساختمان د کار لپاره اړین چمتووالي په پام کې ونیسي، ترڅو د دې مهمې پروژې کار نور ونه ځنډېږي.