الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کارموندنې په برخه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر سره لیدنه وکړه

27 اسد 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن په خپل کاري دفتر کې په یوه رسمي ناسته کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر لعل الدین اریوبي سره د کارموندې د زمینې د رامنځته کولو، د ګرځنده پلورونکو د وضعیت د ښه‌والي او تنظیم او د معلولو ګرځنده پلورونکو او کراچۍ لرونکو له فعالیت څخه د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د ښاري نظم د ټینګښت د پلانونو په ځانګړې توګه د معلولو کسانو د فعالیت د ملاتړ، خوندیتوب او د ښار د نظم لپاره د کړنلارې د ترتیب په هکله خبرې وکړې.  ښاغلي سلطانزوی د معلوملو کسانو په ملاتړ وویل چې د دغه اړمن او د درناوي وړ قشر د خدمت لپاره به هر ډول هڅې وکړي. ښاغلي اریوبي معلولو کسانو د فعالیت او کارموندنې د څرنګوالي په برخه کې د اصلاحاتو راوړلو او سیستم جوړولو په اړه له کابل ښاروال سره په خبرو کې وویل چې دغه قشر ته د کارموندنې لپاره له نورو دولتي ادارو سره هم کار روان دی.