الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمیر اړمنو ماشومانو سره ولیدل

28 اسد 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له یو شمیر هغو اړمنو ماشومانو سره ولیدل چې د (ولولئ څو افغانستان رهبري کړی READ To LEAd) مؤسسې له لوري یې ملاتړ کیږي. د یادې مؤسسې د عامه سرچینو مسئول محمد ضمیر د اړمنو ماشومانو ستونزو ته د رسیدنې  په اړه د خپلو ترسره کړو کړنو په اړه کابل ښاروال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه،چې یو شمیر هغو ته یې د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړې ده او له نیکمرغه یاد ماشومان له مسلکي او حرفوي زده کړو برخمن دي چې غوښتل یې خپلو هغو هیلو ته د رسیدلو په موخه چې د کابل ښار د ابادۍ او ښکلا په اړه یې لري له کابل ښاروال سره لیدنه وکړي.کابل ښاروال د یادو ماشومانو د هڅولو او تشویق لپاره وویل چې د نن نسل د سبا هیلې او  جوړونکي دي او ژمنه یې وکړه چې د دوی په ښوونه او روزنه کې به هر ډول مرستو ته چمتو دی.  یادو ماشومانو د هیواد خپلواکۍ بیرته اخیستو ورځې  د مبارکۍ تر څنګ د غازي امان خان له انځورنو په خپلو لاسونو نقاشي شوې تابلوګانې کابل ښاروال ته ډالۍ کړې.