د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د تیمورشاهي ساحې د بازار لیدنه وکړه

31 اسد 1399

د پنجشنبه ورځ د روان کال د زمري په ۳۰مه کابل ښاروال  محمد داود سلطانزوی په لومړۍ ناحیه کې د تیمورشاهي ساحې د بازار لیدنه وکړه. کابل ښاروال دغې ساحې ته د پښتني بانک مخامخ کتاب‌پلورونکو د انتقال، د تيپيک غرفو د جوړولو او له خنډونو او ګرځنده پلورونکو څخه د تیمورشاهي ساحې د پاکولو لپاره -چې بې‌نظمي یې جوړه کړې- اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه. د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلي کولو طرحې ته په پام ټاکل شوې چې د پښتني بانک مخامخ کتاب‌پلورونکي تیمورشاهي ساحې ته ولېږدول شي، چې له یوې خوا ښاري نظم ټينګېږي او له بلې خوا د کتاب لوستلو فرهنګ په وده او کتاب ته له درناوي سره مرسته کوي.  د دې طرحې پر اساس دغه ساحه د فرهنګي میراثونو په ساتنې سره پر یوه فرهنګي محل بدلېږي او ښکلې او بیارغول کېږي.