په څلورمه ناحیه کې د کلوله پشته ګذر د رغونې کار، چې ۱۰.۳۹ کیلومتره سړک او کوڅو رغول پکې شاملې دي، د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام له لوري دوام لري. ټاکل شوې دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شي. د دې پروژې د کار په بشپړېدو به په ژمي کې له خټو او په نورو موسمونو کې له خاورو او دوړو څخه د ځايي اوسېدونکو د ستونزو پر حل کېدو سربېره د د سیمې ترافیکي او ترانسپورتي ستونزې هم حل شي.
په څلورمه ناحیه کې د کلوله پشته ګذر د رغونې کار دوام لري
2 سنبله 1399