د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او ترانسپورت وزارت تر منځ ګډه ناسته وشوه

3 سنبله 1399

د ترانسپورتي شرکتونو د جوړولو او فعالیت د مقررې پر اساس چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې تصویب کړې ده، د یکشنبه د وږي په دویمه د کابل ښاروالۍ او ترانسپورت وزارت تر منځ یوه ګډه ناسته وشوه.  کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په دې ناسته کې عامه ښاري ترانسپورت ته د ښاریانو د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.  کابل ښاروال په کابل ښار کې د دغو دوو ادارو تر منځ د ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو او ګډو ترشانسپورتي پروګرامونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.  کابل ښاروال وویل چې حقوقي موضوعاتو ته په پام د دواړو ادارو حقوقي او تخنیکي ټيم د ترانسپورتي شرکتونو د جوړولو او فعالیت مقرره نهايي کوي او د دواړو ادارو د مشرتابه له تایید وروسته به د تصویب لپاره کابینې ته وړاندې کړل شي.  همدارنګه د ترانسپورت وزارت تخنیکي او د پالیسۍ مرستیال حسن مبارک عزیزی د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د دخیلو ادارو تر منځ همغږي مهمه وګڼله او ویې ویل: د ترانسپورت وزارت مشرتابه په هېواد کې ترانسپورتي ستونزو ته په پام نوي پلانونه او پروګرامونه لري.  هغه زیاته کړه چې د ترانسپورتي شرکتونو د جوړولو او فعالیت مقرره د هغه پروګرام یوه برخه ده چې دغه وزارت ته لومړیتوب لري او د دغه وزارت تخنیکي او حقوقي ټیم له دخیلو ادارو سره په همغږۍ پر دغه موضوع عملي کار پيل کړی دی.  په پای کې کابل ښاروال د همغږۍ پر اصل ټينګار وکړ، چې د عامه ښاري ترانسپورت د رامنځته کېدو په برخه کې د دغو دوو ادارو غوره راتلونکی تامینوي.