د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له سرپرست سره ولیدل

3 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د وږي په دویمه د پراختیايي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق په موخه، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له سرپرست او یاد وزارت ته له نوماند محمود کزري سره ولیدل.  په یاده لیدنه کې کابل ښاروال د حلقوي سړک پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو او د ملکیت  تثبیت ، د کابل هوايي ډګر د احاطې پراخوالي، په ښار کې د غیر رسمي سیمو ثبتولو پروګرام تطبیق او د اسعارو د بدلون او اسهامو نړیوال مرکز د طرحې په اړوند معلومات وړاندې کړل او له یاد وزارت څخه یې وغوښتل چې د پروژو په ښه تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي . دغه راز د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست کابل ښاروالي د ښاري چارو په تنظیم کې مهمه اداره وبلله او زیاته یې کړه چې په ګډ کار کولو سره به ډيرې ټولګتې پروژې په ښه توګه تطبیق شي . د ښار جوړونې او ځکو سرپرست وزیر د پلازمینې زون د ځمکو رئیس ته لارښوونه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ او له خلکو سره په تفاهم د کابل هوايي ډګر د احاطې پرختیا ستونزه حل کړي او هڅه دې وشي ، څو په یاده پروژه کې د خلکو ګټه په جدي توګه به نظر کې ونیول شي. دغه راز د کابل حلقوي سړک پر سر د پرتو خنډونو او د ملکیت د تثبیت اړوند یې د ځمکو معنیت ته لارښوونه وکړه ، څو له کابل ښاروالۍ  سره په نیږدې همغږۍ او له خلکو سره په تفاهم د یاد سړک پر سر د خلکو دجایدادونو د تثبیت  چارې بشپړې او له ټولګټو وزارت سره په نیږدې همغږۍ د یادې پروژې د ژر تطبیق زمینه برابره شي . دغه راز کابل ښاروالۍ ته د معیاري هدیرو د جوړولو لپاره د ځمکو لیږد په اړوند یې خپلو همکارانو ته جدي لارښونه وکړه او زیاته یې کړه چې هر څومره ژر دې ، د کابل ښار په لودیځ کې د اړتیا وړ سیمه په ډاګه او کابل ښاروالۍ ته یې په واک کې ورکړي . په یاده لیدنه کې د غیر رسمي سیمو د ثبت او دملکیت سند د ژر ورکړې په اړوند د ځمکو معنیت ته لارښوونه وشوه، څو حقوقي خنډونه حل او ګټه اخیستونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي . په پای کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست د اسعارو د تبادلې او اسهامو د نړیوال مرکز د جوړولو له امله د کابل ښاروالۍ له نیک اقدام ستاینه وکړه او د یادې پروژې په پلي کیدو کې یې د خپل وزارت له لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.