الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ کابو اتلس زره کیلوګرامه تاریخ‌تېره مواد له منځه یووړل

3 سنبله 1399

17985 کیلوگرامه تاریخ تېره او بې‌کیفیته توکي چې د کابل ښاروالۍ د مختلفو ناحیو له خوراکه‌پلورنځيو، پلورنځیو او ګدامونو څخه راټول کړل شوي وو، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له منځه یووړل. د چاپېریالي روغتیا د رییس په وینا د دغه ریاست کارمندان هره ورځ د کابل ښار له دوه ویشتو ناحیو څخه تاریخ‌تېره او بې‌کیفیته توکي راټولوي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا رییس له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د خوراکي توکو د پېر پر مهال د هغه د تاریخ ته پام وکړي او د تاریخ تېرو توکو د راټولولو  په برخه کې له دغه ریاست سره همکاري وکړي.