په پنځلسمه ناحیه کې د خواجه بغرا پخواني ګذر د رغونې کار، چې څه مهال مخکې پيل شوی و، دوام لري. په دې رغونه کې ۶۶ سړکونه او لویې او کوچینۍ کوڅې، چې ټول اوږدوالی یې 8157 متره او 8271 متره ویالې پکې شاملې دي، په راتلونکو ۹ میاشتو کې د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام له لوري جوړېږي. دغه ساحه له ښاري خدمتونو یوه بېبرخې ساحه وه، چې په دې وروستیو کې پاملرنه ورته وشوه.