د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: په صنعتي پارک کې به د متشبثینو او داخلي پانګه اچوونکو د فعالیت لپاره اسانتیاوې برابرې شي

4 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی  دکابل په صنعتي پارک کې د اسانتیاوو برابرولو  او زیربنا جوړولو په موخه د سوداګرۍ او کانونو خونې له رئیس شیرباز کمین زاده ،د صنعت کارانو ټولنې له مشر او په کابل ښار کې د فابریکو له یو شمیر خاوندانو سره بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال په صعنتي پارک کې د دوی د چاپیریالي ستونزو اوریدو سربیره په یاده سیمه کې د سړکونو او کانالونو جوړولو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اقتصادې پراختیا د ودې او داخلي خصوصي سکتور سره د مرستې په موخه شته امکاناتو ته کتو به له دوی سره هر اړخیزه مرسته وکړي. کابل ښاروال له صنعت کارانو وغوښتل چې د خدماتي محصول په راټولو او پر وخت اجرا کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي، څو د تل لپاره د صنعتي پارک د ستونزو په حل کې ورڅخه ګټه پورته شي. کابل ښاروال اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې په صنعتي پارک کې د زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره هر څه ژر د یادې پروژې تخنیکي اسناد برابر او د تدارکاتو په برخه کې یې چارې ګړندۍ کړي. کابل ښاروال سوداګرو او صنعت کارانو او په صنعتي پارک کې د پانګه اچوونکو لپاره  د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د خپلې ادارې او صنعت کارانو مسئولیتونه واضح کړل، څو ستونزې تل او بنسټیزې حل شي. سوداګرو او صنعت کارانو د کابل ښاروال له کړنو ستاینه وکړه او د ښاروالۍ د پرګرامونو او پروژو په تطبیق کې یې د هر راز مرستې وعده وکړه.