الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست ښځینه کارکوونکو ته د سواد زده کړې کورس پلی شو

4 سنبله 1399

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست ۳۰ تنو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او د بې سوادۍ لمنځه وړلو په موخه ۹ میاشتنۍ کورس پلی شو. د فراغت پروګرام په پای کې د هیواد د لومړۍ میرمنې سلاکارې زهره یوسف، د کابل ښاروالۍ د د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې معینې مهتاب عالمي او د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین داکتر سردارمحمد رحیمي په خپل وار د په ښځینه برخه کې د بې سوداۍ په لمنځه وړلو تاکید وکړ.  دوی په خپلو خبرو کې د دغه راز پروګرامونو په پلي کیدو سره به د ښځو په ژوند کې مثبت تغیر راشي او ټولنیز محرومیتونه به لمنځه لاړ شي. دوی د تشویق  په موخه په کډونوالو یوه اندازه قرطاسیه هم وویشله. د یادونې وړ ده چې د کورس د تدریس چارې د تنظیف ریاست د لیسانس کارکوونکو له لوري پخ  مخ وړل کیدې. د ارزونې په پای کې به غوره زده کوونکي د لومړی میرمنې له لوري په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شي.