د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د پروان ولایت خلکو ستونزو ته د رسیدو په موخه خپلې یو شمیر وسیلې او ماشینرۍ په واک کې ورکړې دي

6 سنبله 1399

کابل ښاروال له بیړنیو پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت له وزیر غلام بهاوالدین جیلاني او د پروان له والي ډګر جنرال فضل الدین عیار سره په ټلفوني اړیکو کې د وروستیو بیړنو پیښو له امله د پروان خلکو ته د رسیدلو ځاني او مالي زیانونو اوښتو په اړه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ له دوی سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه . کابل ښاروالۍ خپل یو شمیر وسایل او ماشینري زیانمنو ته د رسیدو په موخه د دوی په واک کې ورکړل او دنده یې ورته وسپارله څو د خلکو د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي. تر اوسه د کابل ښاروالۍ د اوبو ټانکر سیمې ته رسیدلي څو اړمنو ته د اوبو په رسولو کې مرسته وکړي او ماشینري به هم ډیر ژر د سیمې د پاکوالي په موخه یاد ولایت ته ورسیږي.