د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د غذایي مرستو بستې (ملي دسترخوان) پروګرام د پیل په اړه مشورتي ناسته ترسره کړه

7 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د پنجشنبه په ورځ د وږي میاشتې په ۶ نیټه له غرمې وروسته د کابل ښار ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو شورا له رئیسانو سره دغذایي مرستو بستې( ملي دسترخوان پروګرام) د پیل او څرنګوالي په اړه مشورتي ناسته ترسره کړه. کابل ښاروال د پروګرام په اړه د پرانیستونکې وینا تر څنګ په دې برخه د ګذر وکیلانو رول مهم وباله او د نورو شوراګانو سره په همغږۍ ، په ځانګړې توګه د ډوډۍ ویش د پروسې په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې، په واقعي توګه د اړمنو په پیژندلو او د اړوند ادارو او خلکو مسئولیت منلو سره به د ملي دسترخوان پروګرام په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي. کابل ښاروال د یاد پروګرام په ښه پلي کیدو تاکید وکړ او په دې برخه یې کې د ګذر له وکیلانو د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه . نوموړي دغه راز وویل چې ګذر وکیلان دې د غذایي بستو په ویښ کې خپله هیوادنۍ مینه او خپل احساس څرګند کړي. ګذر وکیلانو د کابل ښاروالۍ له لوري د ملي دسترخوان پروګرام له پیل ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه